Pashto

Pashto

د (ناروی) شنه ګوند (MDG) مهم پیغامونه 

. عدالت ښه کاري ،شرایط ادغام، او د مهاجرينو او 

اقلیتونو پر وړاندی د تبعیض مخنیوی 

اقلیم او چاپېریال 

د خلکو لپاره باید اسانه شي چی د ورځني ژوند لپاره چاپېریال ته دوستانه انتخابونه وکړي او د ککړتيا او کاربن د اخراج مخه ونیسي چی د اقلیم بدلونونه رامنځته کوي. 

تر ۲۰۲۵ کال پوری باید طبیعت ته هېڅ ډول زیان ونه 

رسيږي او له ۲۰۳۰ کال وروسته باید طبیعت ته مثبت پرمختګ ورکړل شي. 

• د عامه ترانسپورت سیستم باید ښه او ارزانه شي، څو 

خلک وکولی شي آسانه سفر وکړي، پرته له دې چې چاپېریال ته زیان ورسيږي. 

. د طبيعي او روغتیا ته ګټور خوراک لکه تازه مېوه او سبزیجاتو ته باید زيات لاسرسي وي. 

کار 

• د مهاجرینو لپاره د کار قوانین باید اسانه شي. 

• ټولنيزو حقونو ته ښه لاسرسى بايد يقيني شي. 

• رضاکاره او غير انتفاعي بنسټونه لکه د ټولنیز عدالت 

سپورټ او کلتوري فعاليتونه بايد ملاتړ شي. 

د کاري حقونو او مکلفیتونو په اړه بايد خلکو ته د هغوی 

په خپله ژبه کره معلومات وركړل شي. 

ژبه 

. ټولو مهاجرینو ته باید وړیا زده کړي ورکړل شي. 

. اقلیتونو ته د خپلی ژبی او کلتور د ساتلو حق بايد يقيني 

شي. 

• د ښوونځيو لپاره باید دوه ژبني مسلکي ښوونکي د 

اصلي ژبي درسونه او ځانګړې ناروېژي ژبي زده کړې ته 

ځانګړي بودیجه ورکړل شي. 

ماشومان او ښوونځی 

په وړکتونونو او ښوونځیو کې باید څو کلتوري پوهاوی 

پیاوړی شي. 

. هغو ماشومانو ته چې وړکتون ته نه ځي، بايد د ژبې زده کړي او ټولنيزو فعالیتونو لپاره بدیل فرصتونه ورکړل شي، لکه خلاص وړکتونونه 

• د ۱ تر ۲ کلونو ماشومانو لپاره د نقدي مرستی پروګرام 

بايد دوام ومومي. 

. د ماشوم ساتنې ادارو او بنسټونو کارکوونکو ته باید مسلکي زده کړی او لازمي قانوني شرايط وټاكل شي. 

د تبعیض پر ضد مبارزه 

. د کار استوګنی ښوونځيو، روغتیايي خدماتو او دولتي ادارو په برخه کی د تبعیض پر ضد مبارزه بايد قوي شي. 

. د عقيدي ديني يا کلتوري تړاو پر اساس د تبعیض پر ضد 

باید خونديتوب يقيني شي. 

،قانون قضايي نظام 

. د مهاجرينو لپاره باید د رایی ورکولو اسانتیاوی زیاتی شي، د تابعيت ترلاسه کولو لپاره د ناروېژي ژبی کچه باید A2 ته ټيټه شي او د ټولنيزو مطالعاتو د ازموینی شرط بايد لري شي. 

• د بيان آزادي بايد خوندي شي او هر څوک باید وکولی 

شي د سیاسي، ديني او نورو نظرونو په اړه خپل دریځ 

څرګند کړي. 

اقتصاد 

. د ملي عوايدو لږ تر لږه ۱ بايد بشري مرستو او 

پراختیایي پروژو ته ځانګړی شي. 

د اقليم د ساتنې لپاره باید د پراختیایي مرستو يوه ځانګړې برخه وټاکل شي چیری چی د حکومت له نړیوال تقاعد صندوق څخه باید ۱ د اقلیم ،ساتني، تطبيق او د طبیعت د خوندیتوب لپاره وکارول شي. 

ښځي او روغتيا 

. د ماشومانو کورونه د بحران مرکزونه او د کورني تاوتريخوالي قربانيانو لپاره خدمات باید وساتل شي او 

پياوړي شي. 

• د نجونو تعليم ته بايد لومړیتوب ورکړل شي، د ښځو د 

کار موندنی حقوق جنسي او توليدي روغتيايي خدمات او د نږدې اړیکو کې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه باید 

پیاوړی شي. 

هغو سازمانونو ته باید ملاتړ ورکړل شي چي د خوندي قانوني او انتخابي سقط جنین او د دې خدماتو نړیوالې پراختیا لپاره کار کوي. 

هیڅوک نشي کولی هر څه ترسره کړي، خو هر څوک کولی شي يو څه وکړي. یوځای کولی شو د ناروی سیاست 

ته بدلون وركړو. 

نور معلومات دلته لوستلی شی 

 

https://www.mdg.no/blimed 

Fullstendig program finner du her.